روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۱۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۱۷
: 2

رویټرز: د داعش خراسان څانګه په ایران کې د خونړیو چاودنو مسووله ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : دوو باخبرو سرچینو رویټرز ته ویلي، د امریکا د استخباراتي ادارو له خوا راټول شوي معلومات او شواهد ښيي چې په افغانستان کې میشت د داعش خراسان څانګې په ایران کې دوه چاودنې کړي دي.دغو سرچینو د جمعې ورځ، جنورۍ په ۵مه ویلي چې د امریکا استخباراتي ادارو دغه معلومات د «څار اړیکو» پر بنسټ ترلاسه کړي دي.

دوو باخبرو سرچینو رویټرز ته ویلي، د امریکا د استخباراتي ادارو له خوا راټول شوي معلومات او شواهد ښيي چې په افغانستان کې میشت د داعش خراسان څانګې په ایران کې دوه چاودنې کړي دي.

دغو سرچینو د جمعې ورځ، جنورۍ په ۵مه ویلي چې د امریکا استخباراتي ادارو دغه معلومات د «څار اړیکو» پر بنسټ ترلاسه کړي دي.

یوې سرچینې زیاته کړې ده: «معلومات روښانه دي او انکار ترې نه شي کېدای.»

د ایران سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان قاسم سلیماني د ترور څلورم تلین په مراسمو کې د ګډون لپاره د خلکو په منځ کې په دوو چاودنو کې لږترلږه ۸۸ کسان وژل شوي دي.

داعش ډلې په خپل ټلګرام چینل کې یوه بیانیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د دې ډلې دوو غړو د قاسم سلیماني په تلین غونډه کې خپل «ځانمرګي واسکټونه» الوځولي دي.

 

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x