روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۹

روغتیا نړیوال سازمان د غور پر سېلاب ځپلو ۲۵ ټنه بشري مرستې ووېشلې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : روغتیا نړیوال سازمان ويلي چې په غور کې یې پر سېلاب ځپلو ۲۵ ټنه بشردوستانه مرستې وېشلې دي.دغه سازمان چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه په خواله رسنۍ اېکس کې لیکلی چې په دې مرستو کې روغتیايي توکي، خیمې او لمریز څراغونه دي.

روغتیا نړیوال سازمان ويلي چې په غور کې یې پر سېلاب ځپلو ۲۵ ټنه بشردوستانه مرستې وېشلې دي.

دغه سازمان چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه په خواله رسنۍ اېکس کې لیکلی چې په دې مرستو کې روغتیايي توکي، خیمې او لمریز څراغونه دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي جمشید تنولي ویلي: «له ننګونو سره سره مو دا بېړنۍ مرستې د نږدې شریکانو په همکارۍ د څنګ لوري (هرات) له لارې وسپارلې.»

د یادونې ده چې په غور کې وروستیو ځپوونکو سېلابونو نږدې درې زره هټۍ او شاوخوا ۱۰ زره کورونه زیانمن کړي دي.

په غور کې له خونړیو سېلابونو وروسته د دغه ولایت مرکز فیروز کوه ښار هټۍ والو له طالبانو د اوږدمهاله پور غوښتنه کړې.

هټۍ والو په خپله عرض پاڼه کې د دغه پور موخه له بېوزلۍ او تنګسیا څخه د خپلو کورنیو ژغورل ښودلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x