روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۶

روسیې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته د چمتوالي خبر ورکړی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې که طالبان ترې وغواړي، مسکو تیار دی چې په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته مرستې واستوي. د ټاس خبري اژانس د راپور په حواله، زاخارووا دوشنبه د غويي پر ۲۴مه له افغان سېلاب ځپلو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي چې د دغه خبر په اورېدو خواشینې شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې که طالبان ترې وغواړي، مسکو تیار دی چې په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته مرستې واستوي.

د ټاس خبري اژانس د راپور په حواله، زاخارووا دوشنبه د غويي پر ۲۴مه له افغان سېلاب ځپلو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي چې د دغه خبر په اورېدو خواشینې شوې ده.

نوموړې زیاته کړې: «که [طالبان] غوښتنه ترې وکړي، مسکو چمتو دی چې افغانستان ته د سېلاب ځپلو لپاره مرستې واستوي.»

هغې زیاته کړې: «موږ د مړو شویو له کورنیو او خپلوانو سره خواخوږي او ټپيانو ته د ژر تر ژره روغېدو هیله کوو.»

د یادونې ده چې د هېواد په ځينو ولایتونو په ځانګړې توګه بغلان کې د وروستیو سېلابونو په پاېله کې څه باندې ۳۰۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

له دې وړاندې سېلاب ځپلو ته د کډوالو نړیوال سازمان، روغتیا سازمان، د خوړو نړیوال سازمان او قطر مرستې استولې دې.

بل پلوه، یو شمېر معترضې ښځې وايي چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې له مرګونو سېلابونو نږدې یوه اوونۍ تېرېږي؛ خو طالبان سېلاب ځپلو ته د چوپړونو په وړاندې کولو کې «پاتې» راغلي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x