د چین او روسیې مشرانو په یوې ګډې ویناپاڼه کې امریکا ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د پوځي بنسټونو له جوړولو لاس واخلي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چینايي سیال یې شي جېن پېنګ پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه ویلي چې امریکا او ناټو د «افغانستان ۲۰ کلن اشغال» مسوول دي او په افغانستان کې دې د پوځي بنسټونو جوړولو هڅه نه کوي.
دواړو هېوادونو په دې ګډه ویناپاڼه کې «په دوه اړخیزه کچه او څو اړخیزو پلېټفارمونو کې د افغانستان په اړه د شریکانو د اړیکو پر پیاوړتیا» ټينګار کړی دی.
د دغو دوو هېوادونو مشرانو ویلي چې د دې تګلارې موخه به «له افغانستان سره مرسته وکړي چې یو خپلواک، بېپرې، یو موټی، سولهییز، له اورپکۍ او مخدره توکو پاک او له خپلو ټولو ګاونډیانو سره په سوله او همغږۍ کې ژوند وکړي.»
پوتین او شي د افغانستان پر بیارغونې ټينګار کړی چې له اقتصادي او ټولنیزو ننګونو کړېږي.
هغوی د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنیو پر خوشې کېدو هم ټينګار کړی دی.
دا ویناپاڼه داسې مهال خپره شوې چې د روسیې په ګډون د ټولییز امنیت تړون غړو هېوادونو څو وارې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د پوځي بنسټونو د جوړولو لپاره هڅې کوي.
اړوندې لیکنې :
- د روسیې جګپوړې سرچینې؛ پوتین به په اوکراین کې د اوربند په تړاو د امریکا وړاندیز ونه مني
- مجاهد: په افغانستان کې د ښځو د حقونو موضوع له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري
- د اېف بي ای مشر امریکا ته د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید د طراح د رسېدو خبر ورکړ
- پاکستان له افغانستان او اذربایجان سره د «ترجیحي» سوداګرۍ پیل ته د چمتووالي خبر ورکړ
- روسیې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته د چمتوالي خبر ورکړی
- مسکو: روسیې ته د افغانستان د کرنیزو محصولات واردولو ته لېواله یو