هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۴۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۸-۰۵-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۸-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۰۲:۴۱
: 2

مېدوېدېف: ټرمپ باید دا درک کړي چې روسیه نه اسراییل دی او نه ایران

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدېف د امریکا د فشارونو په غبرګون ویلي: «ټرمپ باید دا درک کړي چې روسیه نه اسراییل دی او نه ایران.»نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «ټرمپ له روسیې سره د اولتیماتوم لوبه پیل کړې او دا ډول چلند د جګړې پر لور یو ګام دی.»مېدوېدېف همداراز زیاته کړې: «هر نوی اولتیماتوم یو ګواښ دی او د جګړې پر لور یو ګام؛ نه یوازې له اوکراین سره جګړه، بلکې له هغه هېواد سره چې خپله ټرمپ پکې دی.»

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدېف د امریکا د فشارونو په غبرګون ویلي: «ټرمپ باید دا درک کړي چې روسیه نه اسراییل دی او نه ایران.» 

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «ټرمپ له روسیې سره د اولتیماتوم لوبه پیل کړې او دا ډول چلند د جګړې پر لور یو ګام دی.»

مېدوېدېف همداراز زیاته کړې: «هر نوی اولتیماتوم یو ګواښ دی او د جګړې پر لور یو ګام؛ نه یوازې له اوکراین سره جګړه، بلکې له هغه هېواد سره چې خپله ټرمپ پکې دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ سکاټلنډ ته د خپل سفر پر مهال ویلي و، چې له ولادیمیر پوتین څخه نهیلي شوی دی او هغه ۵۰ ورځنی ضرب‌الاجل به راکم کړي، چې مخکې یې د اوکراین د جګړې د هواري لپاره اعلان کړی و.

ټرمپ د برېتانیا له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د اوکراین د سولې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه تر سترګو کېږي او د لا زیات انتظار کوم دلیل نشته؛ نو ځکه به د هوکړې لپاره ۱۰ یا ۱۲ ورځنی مهلت وټاکي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x