هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۱-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۱۶:۴۴
: 1

رحمت‌الله نبیل: طالبان د سولې استازي نه، بلکې د استخباراتي لوبو ابزار دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د تېر نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل په تازه مرکه کې د طالبانو او د هغوی ملاتړو استخباراتي شبکو په اړه جدي څرګندونې کړې دي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ په مرکه کې وویل، چې طالبان د نړۍوالو او سیمه‌ییزو استخباراتو د ستراتیژیکو موخو لپاره کارول کېږي. رحمت‌الله نبیل په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه، چې طالبان د افغانستان د خلکو د ارادې او ملي هویت استازیتوب نه کوي، بلکې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اوږدمهاله ستراتیژیو یوه برخه دي. نوموړي زیاته کړه، طالبان د یوه مذهبي تحریک له موقفه اېستل شوي او اوس یو خالص امنیتي-استخباراتي پروژه ده.

د تېر نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل په تازه مرکه کې د طالبانو او د هغوی ملاتړو استخباراتي شبکو په اړه جدي څرګندونې کړې دي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ په مرکه کې وویل، چې طالبان د نړۍوالو او سیمه‌ییزو استخباراتو د ستراتیژیکو موخو لپاره کارول کېږي.
رحمت‌الله نبیل په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه، چې طالبان د افغانستان د خلکو د ارادې او ملي هویت استازیتوب نه کوي، بلکې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اوږدمهاله ستراتیژیو یوه برخه دي.
نوموړي زیاته کړه، طالبان د یوه مذهبي تحریک له موقفه اېستل شوي او اوس یو خالص امنیتي-استخباراتي پروژه ده.
د هغه په باور، دا ډله د افغانستان پر خاوره د یو شمېر استخباراتي لوبو د تطبیق لپاره کارول کېږي او دوی د افغانستان حاکمیت، د ښځو حقونه او بنسټیز بشري ارزښتونه تر مستقیم ګواښ لاندې راوستي دي.
نبیل د طالبانو خپلمنځيو اختلافاتو ته په اشارې وویل، چې د طالبانو منځ کې سراج‌الدین حقاني هڅه کوي، د نړۍوالو په وړاندې ځان د یو معتدل او نرم‌دله مشر په توګه معرفي کړي، خو دا یوازې یو تاکتیک دی.
نوموړي د حقاني شبکې ترهګریزې مخېنې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې دا شبکه لا هم د القاعده، لشکر طیبه، او نورو افراطي ډلو سره ژورې اړیکې لري.
نبیل باور لري، چې سراج‌الدین حقاني د طالبانو د تر ټولو سخت‌دریځه کړیو نماینده‌ګي کوي او له ښځو سره د چلند، تعلیم، او مدني ازادیو په برخه کې هېڅ عملي بدلون په کې نه دی لیدل شوی.
هغه زیاتوي، د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب هڅه کوي ځان د بدلون استازی وښيي، خو د طالبانو په دننه کې سخت‌دریځه ډلې نه پرېږدي چې اصلاحات راولي.
رحمت‌الله نبیل د طالبانو مخالفو ډلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د طالبانو مخالفین تر دې دمه نه دي توانېدلي، چې پر یوه ګډ ملي لید سره راټول شي.
نوموړي د مخالفو ډلو ترمنځ شخصي رقابتونه، د باور نه‌شتون، او واک‌طلبانه چلندونه د ستر خنډ په توګه یاد کړل.
نبیل ټینګار وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې اغېزمن بدیل یوازې هغه مهال رامنځته کېدای شي، چې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ډلو تر منځ یوه پراخه ملي اجماع رامنځته شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x