د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله ویلي، دا د اندېښنې وړ خبره ده چې د افغانستان خاوره د «ترهګرۍ» لپاره کارول کېږي.
نوموړي په فیصل اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې طالبان باید د ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي او د امنیت پر وړاندې ټولې دسیسې شنډې کړي.
نوموړي د نوم اخیستلو پرته ویلي، هغه تبلیغات چې هند یې په پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه کوي؛ هغه هم د یوې سیاسي ډلې لهخوا کېږي.
پاکستاني رسنۍ جیونیوز د نوموړي په حوال لیکلي، د هند استخباراتي اداره «را» د ټولو ترهګرو د مور رول لوبوي.
نوموړي ادعا کړې ده:« دا “را” ده، چې ترهګر راټولوي، تمویلوي او په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسوول جنرال احمد شریف چوهدري او د بلوچستان سر وزیر سرفرازبګتي په یوه ګډ خبرې کنفرانس کې ویلي و، چې پر جعفر اکسپرېس برید «د هند او افغانستان په ملاتړ شوی».
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي و، په دغه پېښه کې ښکېل بریدګر په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په اړېکه کې وو:«له افغانستان څخه عصري بهرنۍ وسلې راوړل کېږي او په پاکستان کې په ترهګريزو عملياتو کې کارول کېږي او د جعفر اېکسپرېس پېښه د هند د ترهګريز ذهنیت دوام دی.»
د هغه په وینا، هند د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره په بلوچستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
چوهدري وویل:«په بلوچستان کې د دې اورګاډي پېښې او له هغې مخکې رامنځته شویو پېښو اصلي ملاتړی ختیځ ګاوندی هېواد دی.»
خو هند او پاکستان بیا دغه ادعاوې رد کړې.
اړوندې لیکنې :
- په افغانستان کې د "پاکستان لپاره د طالبانو د حکومت" ملاتړي
- د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازولۍ له دندې ګوښه شو
- د مقاومت جبهه: طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو بریدونو لپاره لاره هواره کړې ده
- پاکستان له دغه هيواده د وتلو پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو لپاره جریمه کمه کړه
- پاکستان د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله، چې بې ویزې د درملنې لپاره ور روان وو
- پاکستاني پولیسو د لاریونکوونکو د خورولو لپاره له اوښکي بهونکي ګازه کار اخیستی