د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې سلاکار ذاکر جلالي وایي، په امريکا کې د ټرمپ ادارې د کار له پيل سره د دې اټکل کېږي چې د طالبانو سره دواړه لوري به لازيات پرمختګونه ولري.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، د طالبانو لپاره سره کرښه د دوی ديني او ملي ارزښتونه دي او د امريکا نوې اداره هم تر ډېره محافظهکاره او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنو پرځای يې سياستونه د امريکا کورنيو چارو پورې متمرکز دي.
هغه لیکلي، دغه چاره د دواړو لوريو لپاره يو ښه فرصت دی.
نوموړي دغه څرګندونې د امریکا څخه د یو افغان بندي له شل کاله بند وروسته د خوشې کېدو په تړاو په خپلې یوې لیکنه کې کړې دي.
هغه د دغه بندي د تبادلې په اړه لیکلي: «دا تبادله نه يوازې له دې زاويې اهميت لري، چې يو افغان ازادېږي او خپلې کورنۍ سره يو ځای کېږي؛ بلکې له دې اړخه هم پام وړ پرمختګ دی، چې د طالبانو او متحده ايالتونو ترمنځ د تماس چينلونه پرانيستي دي او دواړه لوري کولای شي نور ګټور مذاکرات هم په خپلو کې سره ولري.»
اړوندې لیکنې :
- د امریکا په ټاکنو کې د امریکا مسلمانانو او عربانو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ هڅې
- ایا امریکا به وکولای شي د ټرمپ له خطرڅخه ځان وژغوري؟
- ټرمپ د امریکا او طالبانو د بادار غلام اړیکې افشا کړې
- ډونالډ ټرمپ: د غزې په اوربند باوري نه یم
- ټرمپ: یوازې زه کولای شم د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو مخنیوی وکړم
- د ټرمپ ملاتړ کوونکي مسلمانان: د نوي ولسمشر د کابينې ګومارلو له امله نهيلي شوي يو