روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۲۴
: 1

د یوناما ماموریت غځېدنه؛ د بخښنې او بشري حقونو د څار سازمانونو د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب غوښتنه وکړه

 د بخښنې او بشري حقونو د څار سازمونونو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځېدو هرکلی کړی او د دغه ماموریت له مشرې روزا اوتنبایوا یې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

د بخښنې نړۍوال سازمان جمعه د کب پر ۲۵مه کې لیکلي، یوناما باید د بشري حقونو په هکله خپل عامه، قوي او هر اړخیز راپور ورکولو ته دوام ورکړي او ورته مهال پر طالبانو فشار راوړي څو ټول هغه فرمانونه چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي، لغوه کړي.

دغه بنسټ د یوناما له مشرې هم غوښتي چې د لږکیو د حقونو خوندیتوب او په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي ته لومړیتوب ورکړي.

ورته مهال، د بشري حقونو د څار سازمان ښځو برخې مشرې هیدر بار هم په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د امنیت شورا د غړو له لوري د یوناما ماموریت غځېدل ښه خبر دی.

د هغې په ​​وينا، دا اقدام د دغه سازمان د بشري حقونو څانګې د راپور ورکولو چارې پياوړې کوي.

ورته مهال، بار زیاته کړې: «روزا اوتنبایوا باید د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مسؤلیتونو ملاتړ لپاره ډېره هڅه وکړي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځېدو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

د امنیت شورا د ۲۷۲۷ (۲۰۲۴) پریکړه‌لیک کې راغلي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې غځول شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x