روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۶

د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی؛ په کندهار کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې

د کندهار ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولایت کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې ده.

سرچینې رسنی ته منلې چې دا پېښه شنبه د وري پر ۴مه له غرمې وروسته د میوند ولسوالۍ په «شاکي» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې په خبره، دا مېرمن د شپږو ماشومانو مور وه او پر ډزو وژل شوې ده.

سرچینې د دغې مېرمنې د وژنې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بللی دی.

د پېښې تورن کس له سیمې تښتېدلی دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو ورسته په هېواد کې د بې‌وزلۍ د خپرېدو او د ښځو حقونو ملاتړ بنسټونو د نشتوالي له کبله د کورني تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده.

د کب پر ۱۷مه هم د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې وه

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x