هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۲-۰۳-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۲-۰۳-۱۴۰۴
ساعت : ۰۳:۰۹
: 1

د کندهار پوهنتون محصلین: طالبان د غزې لپاره نغدي مرستي په زور ټولوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د کندهار پوهنتون ځینې محصلین وايي چې طالبان هغوی اړ باسي، څو د غزې له خلکو سره د مرستو لپاره صندوق ته نغدي پیسې ورکړي. د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه پوهنتون په دروازه کې د غزې له خلکو سره د مرستو په نوم صندوق ایښی دی او محصلین مجبوره کیږي، چې دغه صندوق کې نغدي پیسي واچوي.

د کندهار پوهنتون ځینې محصلین وايي چې طالبان هغوی اړ باسي، څو د غزې له خلکو سره د مرستو لپاره صندوق ته نغدي پیسې ورکړي.
د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه پوهنتون په دروازه کې د غزې له خلکو سره د مرستو په نوم صندوق ایښی دی او محصلین مجبوره کیږي، چې دغه صندوق کې نغدي پیسي واچوي.
یوه زده کړیال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«د پوهنتون په دروازه کې یې صندوق ایښی دی، استادان مو په هر ساعت کې لومړی د غزې په اړه لکچر راکوي او وروسته بیا وايي، چې له پوهنتون څخه د وتلو پرمهال باید صندوق ته نغدې پیسې واچوو.»
ځیني زده کړیالان چې له نورو ولایتونو څخه کندهار ته د زده کړو لپاره راغلي وایي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی چې د طالبانو غوښتنه ومني، خو د مجبوریت له امله ان د شکایت کولو غږ نه شي پورته کولی.
دغه زده کړیال زیاتوي: «داسې نه دی چې موږ لس یا شل افغانۍ صندوق کې واچوو او خپله لار ونیسو، همدا کیسه شروع ده، که پوهنتون ته راځو هم باید پیسي صندوق کې واچوو او که له پوهنتون څخه وځو هم باید صندوق کې پیسي واچوو، موږ خو زده کړیالان یوو، بل کار او روزګار نه لرو همدا لس او شل افغانۍ هم پر موږ ډېري دي.»
دغه زده کړیال شکایت کوي، چې د پوهنتون چاپیریال د مدرسې او یو نظامي اډې په څېر شوی او ېر کله د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځینو غونډو، د طالب وزیرانو د سفرونو او نورو مناسباتي ورځو په پلمه پوهنتون کې درس نه وي او زده کړیالان د یادو کسانو غونډو او ناستو ته دعوت کیږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x