روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۵۰
: 2

د کاپيسا په آسمان کې د بې‌پیلوټه الوتکې ګزمې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کاپيسا ولايت کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولايت په آسمان کې بې‌پيلوټه الوتکې ګزمې کوي.

 

په کاپيسا ولايت کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولايت په آسمان کې بې‌پيلوټه الوتکې ګزمې کوي.

سرچينې تائيد کړه، چې دغه بې‌پيلوټه الوتکه د دغه ولايت د مرکز په شمول د کوهستان په لومړۍ حصه او دویمه حصه ولسواليو کې ليدل شوې ده.

په همدې حال کې، تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دغه الوتکه د کوم هېواد څخه د افغانستان هوايي‌حریم ته داخله شوې او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې نیمروز، کندهار، پکتیکا، پنجشیر، هرات او بدخشان ولایتونه د بې‌پیلوټه الوتکو د ګزمو شاهدان دي.

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په دې وروستیو کې ویلي چې دوی به ډېر ژر د افغانستان د فضا کنټرول په لاس کې واخلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x