روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۷

د کابل په کارته سخي کې د «جنډې پورته کېدو» مراسم او په تخار او غزني کې د نوي کال له لمانځلو د خلکو منع کول

په ټولنيزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې سلګونو کابل ښاريانو د دغه ښار په کارته سخي زيارت کې، حضرت علي ته منسوب بيرغ د پورته کېدو مراسم ترسره کړي دي.

نن چهارشنبه د وري لومړۍ نېټه چې د نوي کال له ورځې سره برابره ده او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د طالبانو د بندیزونو سربېره لمانځل کېږي.

ځايي سرچینو رسنی ته منلې چې د «جنډې پورته کېدو» مراسم د کابل په کارته سخي کې ترسره شول.

دې سره جوخت، په غزني کې سرچینې وايي چې طالبانو د دغه ولایت په ګذرګاه سخي سیمه کې د «جنډې پورته کېدو» د مراسمو مخنیوی کړی دی.

د دوی په خبره، په ښار کې په پراخه کچه طالب جنګیالي ګرځي او یادې سیمې ته یې د خلکو د تګ مخه نیولې ده.

ورته مهال د تخار ولایت سرچینې هم وايي چې طالبانو دوی ته له ښاره بهر د تګ اجازه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په بامیان او بلخ کې سرچینو هم د نوي کال (نوروز) مراسمو پر ترسره کولو د طالبانو د سختو بندیزونو خبر ورکړی دی.

د ویلو ده چې طالبانو په مزارشريف کې د «جنډې پورته کېدو» مراسمو ته اجازه نه ده ورکړې. دا هغه مراسم دي چې په تېرو کلونو کې له بېلابېلو ولایتونو او ان له ګاونډیو هېوادونو هم خلک د ګډون په موخه ورتلل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x