په غور کې ځايي سرچینې وايي چې د کابل – غور لویه لار د واورې ورېدو له کبله تړل شوې ده.
سرچینو دوشنبه د مرغومي پر ۱۸مه ویلي چې دا لار د «بکک» په کوتل کې د واورې ورېدو له کبله تړل شوې ده.
د سرچینو په خبره، د واورې ورېدو له کبله د غور د شپږو ولسوالیو لارې هم د دغه ولایت له مرکز فیروزکوه سره تړل شوې دي.
غور کې ځايي طالبان د دغې لویه لارې د بندېدو خبر تاییدوي او وايي چې د پرانېستو هڅې یې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو خبر ورکړی و.
په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو او د واورې بیا له ۱۰ تر ۲۵ سانتي مترو پورې اټکل شوې وه.
اړوندې لیکنې :
- د کابل-بامیان لویه لاره د واورې ورښت له کبله د تګراتګ پرمخ وتړل شوه
- سالنګ لویه لاره د درنې واورې او توپان له کبله د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه
- د کابل – غور لویه لار او له فیروزکوه سره د شپږو ولسوالیو لارې د ترافیکو پرمخ وتړل شوې
- سالنګ لویه لار د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه
- سپین بولدک لار د ناروغانو پرمخ هم وتړل شوه
- پاکستان یو ځل بیا د بې ویزې ناروغانو پرمخ تورخم دروازه تړلې