په لغمان کې د طالبانو سیمهییز مسوولان وايي چې د کابل-جلال اباد پر لويه لاره په يوې ټرافیکي پېښه کې پنځه کسانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.
دا پېښه یکشنبه د غويي پر ۳۰مه د قرغیو ولسوالۍ په «خیروخېلو» سیمه کې شوې ده.
د لغمان د طالبانو امنيه قوماندانۍ وياند محمديونس يوسفزي ویلي چې د دې پېښې څلور قربانيان د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي زدهکړیالان دي.
د هغه په خبره، دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې يو چټکځغلونکي موټر له يو باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.
د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه او ګړندی تګ بیا د ډېرو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.
اړوندې لیکنې :
- د کندهار-هلمند پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له کبله ٢١ کسان مړه او ١١ نور ټپيان شول
- په سرپل کې د سړې هوا او کوټې د چت لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
- په دایکندي کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو رئیس په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوند بایللی
- فاریاب کې د دوو ټرافیکي پېښو له کبله درې کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شول
- په بغلان کې تازه سېلابي څپې پنځه کسان مړه کړي
- په بدخشان کې د ترافیکي پېښې په پاېله کې پنځه کسان مړه او درې ټپيان شوي