په سرپل کې سیمهییزې سرچينې په دغه ولايت کې د سيلانيانو پرمخ د يو تفریحي پارک د دروازې تړل کېدو خبر ورکوي.
سیمهییزو سرچینو ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو امربالمعروف او نهي عنالمنکر غړو جمعه د وري پر ۳۱مه د سرپل ولایت مرکز اړوند په توغني کلي کې د «چرخفلک سیاحتي امام خرد» په نوم تفریحي پارک دروازه وتړله.
طالبانو د یاد تفریحي پارک د تړل کېدو لامل د «منکراتو» شتوالی، لکه د لمونځ وخت نه رعایتول او د هغو ښځو حضور چې د دغې ډلې د پام وړ حجاب نه اغوندي، بللی دی.
نوموړی پارک د یو سوداګر له خوا د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
په سرپل کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست غړي وايي چې دوی له سیاحت سره هېڅ ستونزه نه لري؛ خو «سلانیان باید له «منکراتو» ډډه وکړي او حسنه کارونو ته ارزښت ورکړي.
طالبانو تر دې وړاندې هم د کابل او بلخ په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر تفریحي پارکونو ډېر محدودیتونه لګولي دي.
یو له هغو پلمو څخه چې طالبانو څو څو ځله د تفریحي ځایونو د تړل کېدو لپاره وړاندې کړي، د ښځو حضور دی چې د دغې ډلې د پام وړ حجاب نه رعایتوي.
اړوندې لیکنې :
- پاکستان په خوست کې د غلامخان دروازه هم وتړله
- پاکستان یو وار بیا د تورخم دروازه په بشپړه توګه وتړله
- طالبان: پاکستان د بې ویزې ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله
- پاکستان یو ځل بیا د بې ویزې ناروغانو پرمخ تورخم دروازه تړلې
- پاکستان د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله، چې بې ویزې د درملنې لپاره ور روان وو
- طالبانو په سرپل کې یو کس په درو وواهه