د ډیموکراټانو دوو استازو امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد او بیامېشتېدنې دفتر د تړلو په تړاو د ټرمپ پر پرېکړې نیوکه کړې ده. دغو استازو د افغان پناه غوښتونکو د لېږد دفتر د تړلو پرېکړه د ټرمپ ادارې لپاره د «شرم» وړ بللې.
د نوېډا ایالت استازې دینا تیتوس وایي، ټرمپ له هغو کسانو مخ اړوي چې د امریکا ترڅنګ د درېدو لپاره یې هر څه له ګواښ سره مخ کړل؛ دا د «شرم» وړ ده.
د ډیموکراټانو دغې استازې پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغانانو د بیامېشتېدنې هڅو همغږي کوونکي دفتر د طالبانو له غچ اخیستنې څخه یې د امریکا له زرګونو افغان متحدانو ساتنه کړې ده.
له دې سره هممهاله له نیویارک څخه د ډیموکراټانو استازی ګرګوری مېکس ویلي، د کانګرس د دوو ګوندونو د روښانه غوښتنو خلاف ټرمپ د واشنګټن د هغو افغان متحدانو د پرېښودلو په حال کې دی چې کلونه یې په افغانستان کې د امریکا له ماموریته ملاتړ کړی دی.
هغه زیاته کړې: «د امریکا د اعتبار لپاره دا حیاتي مسله ده، چې د هغو افغانانو سره په خپلو ژمنو وفا وکړو چې زموږ ترڅنګ جنګېدلي دي.»
تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند د افغان پناه غوښتونکو د لېږد او بیامېشتېدنې دفتر مسوولانو ته ویل شوي چې د روان کال اپرېل میاشت کې د دفتر تړلو ته چمتو اوسي.
رویټرز لیکلي، چې د دغه امر په پلي کېدو سره به په شرایطو برابر شاوخوا ۲۰۰ زره افغان پناه غوښتونکي امریکا ته له تګه بې برخې شي.
د افغان پناه غوښتونکو د بیامېشتېدنې پروګرام ملاتړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د افغان-امریکایي پوځي پرسونل د کورنۍ غړي، ماشومان او په متحده ایالاتو کې د مېشتو افغانانو خپلوان او په لسګونو زره افغانان چې د افغانستان د شل کلنې جګړې پرمهال یې د امریکا حکومت لپاره کار کړی، د هغو کسانو په ډله کې دي چې د دغه دفتر له تړل کېدو سره ښایي امریکا ته له تګه پاتې شي.
دغه دفتر په ۲۰۲۲ کال کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره خپل فعالیت پراخ کړ او تر دې دمه یې شاوخوا ۱۱۸ زره کسان امریکا ته لېږدولي دي.
سپینې ماڼۍ لا تر اوسه پورې په رسمي توګه د دغه دفتر د تړلو په تړاو څه نه دي ویلي.
اړوندې لیکنې :
- نانسي فیزر: ډېر ژر به مجرم افغان پناهغوښتونکي وباسو
- په افغان ځوانانو کې د ځان وژنې زیاتوالی
- په مشهد کې د طالبانو او افغان قونسلګرۍ تر منځ شخړه
- افغان ماشومان او له هر ډول تاوتریخوالی سره مخامخ کیدل
- د افغان نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ د پاموړ کم شوی دی
- په برلین کې افغان سفیر او په بُن ښار کې جنرال قونسل خپلې دندې پرېښودې