روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۲۹
: 1

د چین ولسمشر د طالبانو د سفیر باورلیک ومانه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چین ولسمشر شي جن‌پینګ په بیجینګ کې د طالبانو د سفیر باورلیک منلی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي سه‌شنبه د سلواغې پر ۱۰مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې په بیجینګ کې د طالبانو د لوی سفیر او فوق‌العاده استازي په توګه د بلال کریمي باورلیک منل شوی دی.

د نوموړي په خبره، کریمي د دغو تشریفاتو مراسمو په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ‌يي سره هم لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې بلال کریمي خپل باورلیک د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو عمومي رییس هونګ‌لي ته سپارلی و.

له دې وړاندې په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ خپل باور لیک د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د طالبانو رییس‌الوزرا ته سپارلی و.

طالبان له بیجینګ سره نږدې اړیکې لري.

پر هېواد د طالبانو له دوو کالو ډېرې واکمنۍ راهیسې، لا هم کوم هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو ځينې هېوادونو له طالبانو سره نږدې ډيپلوماټیکې اړیکې ساتلې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x