د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ځمکې ورځې په مناسبت ویلي چې اقلیمي بدلون، د هوا ککړتیا او د ژوند تنوع ځمکه ګواښي.
ګوترېش دوشنبه د اپرېل پر ۲۲مه په خپله اېکسپاڼه د اقلیمي بدلون او له هغې څخه د رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د ځمکې د ساتنې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې: «د ځمکې په ورځ، موږ باید د خپلې سیارې ملاتړ وکړو؛ هغه سیاره چې د اقلیمي بدلون، ککړتیا او د ژوند تنوع د لاسه ورکولو له کبله ګواښل کېږي. نو موږ باید متحد شو.»
د یادونې ده چې افغانستان د هغو ۱۰ هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له کبله ډېر زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو بنسټونو په وار وار د افغانستان د خلکو پر ژوند د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو په هکله خبرداری ورکړی او په هېواد کې یې د دې اغېزو د مخنیوي لپاره له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۸مه غونډه چې د تېرکال د نوامبر له ۳۰مې څخه د ډسمبر تر ۱۲مې په دوبۍ کې جوړه شوې وه، د نړۍ مشرانو، د چاپېریال ساتنې فعالانو، څېړونکو، د لویو او څو ملي شرکتونو مالکانو او د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازو ګډون کړی و.
ورته مهال، افغانستان چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ هېواد دی، د یو مشروع حکومت د نه نشتوالي له کبله په دې غونډه کې یۍ د ګډون حق رد شوی و.
اړوندې لیکنې :
- یوناما له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو پیاوړتیا اړینه ګڼلې
- اروپايي ټولنه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي
- د «ځمکې ورځ»؛ ملګري ملتونه: افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي بدلونه کړېږي
- په نورستان کې ځمکه ښویېدنه؛ ۱۰ کسان مړه او ۲۵ کورونه ویجاړ شوي
- ګوترېش د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار بندیز «ظالمانه» بللی
- د اقلیم بدلون د منفي اغیزو زیاتوالی