روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۲۳
: 1

د ځان‌وژنې پېښو کې زیاتوالی: په فراه کې يوه ځوان ځان‌وژنه وکړه

په فراه کې سیمه‌ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د یوه ځوان د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی.

دغه پېښه جمعه د کب پر ١٨مه د «پرچمن»  ولسوالۍ په «تحت پرچمن» کلي کې رامنځته شوې ده.

دا ځوان محمد داود نومېده او ۲۱ کاله عمر یې لرلو.

محمد داود خپل کور د رسۍ په کارولو سره ځان ځړولی دی.

تر اوسه د دې ځان‌وژنې انګیزه نه ده معلومه.

لوږه، اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او کورنۍ ستونزې د ځان‌وژنې پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

سې‌شنبه د کب پر ۱۵مه د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په شرف‌الدین خېلو کلي کې یوه سړي ځان په یوې څاه ته غورځولی او ژوند بایللی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x