په بادغیس کې د طالبانو د کرنۍ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د زرغونې قطعې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د ځنګلونو پرې کولو په تور د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
دغې قوماندانۍ شنبه د کب پر ۲۶مه ویلي چې دا کسان یې د بادغیس په پستهلیق سیمه کې د ځنګلونو د پرې کولو په تور نیولي دي.
نیول شوي کسان د طالبانو عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
ورته مهال، ځايي سرچینې بیا وايي چې د پستهلیق سیمه زرغونه ده او هلته یو شمېر ځوانان د روژه ماتي لپاره تللي و چې په خبره یې، طالبانو هغوی په دې تور چې ګوندې د روژه ماتي د پخلي لپاره ونې پرې کوي، نیولي دي.
له دې وړاندې ځينو سرچینو ته ویلي و چې طالبانو په دغه ولایت کې سږ ژمی د ځان تودولو لپاره د ځنګلونو پرې کولو ته مخه کړې وه.
د بادغیس پستهلیق سیمه ډېر تفریحي ځایونه لري چې ګڼ شمېر سیلانیان ورځي.
دې سیمې ته د بادغیس اوسېدونکو سربېره د څنګ لوریو ولایتونو خلک هم د تفریح لپاره ورځي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په غور کې درې کسان د نایابه مرغانو د ښکار په تور نیولي
- په سمنګان کې طالبانو اته کسان د حزبالتحریر د غړیتوب په تور نیولي
- طالبانو په کابل کې د یو پخواني جنرال په ګډون درې کسان نیولي
- طالبانو په هرات کې دوه کسان په لرغونو سیمو کې د ناقانونه کېندلو په تور نیولي
- د لاهې په محکمه کې د طالبانو د محاکمه کولو لپاره د ځينو هېوادونو له اقدامه د بشري حقونو د…
- زه د ناهیلۍ په اوج کې دهیلې رامنځ ته کولو لپاره لیکم