روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۳

د پاکستان څلور لاملونه دطالبانو سره د مقابلې لپاره  

پایگاه خبری تحلیلی روایت : له همدی امله دی چې له ډېرې مودې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په یوه لیک کې ولیکل چې واشنګټن له نړیوالو او سیمه ییزو ننګونو سره د مقابلې لپاره د اسلام اباد تر څنګ ولاړ دی. دغه راز پرون ددواړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو انتوني بلينکن او اسحاق ډار هم تيلفوني خبرې وکړې . ښاغلی ډار د جمعې په ورځ په خپل ایکس چینل کې لیکلي چې ښاغلی بلینکن له دې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.په پایله کې ویلای شو چې پاکستان په هر حالت کې – که د طالبانو د ملاتړ په برخه کې وي یا د دې ډلې په مقابل کې او یا له غربي هیوادونو سره د اړیکو په برخه کې – خپله مادي ګټې لټوي. هر هغه افراطي یا غیر افراطي ډله چې د نورو هیوادونو څخه د طالبانو مالي ملاتړ غواړي په اسانۍ سره په دې هیواد کې ځای او موقعیت ترلاسه کولی شي.

 

له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، له پاکستان سره د دغې ډلې اړيکې ډېرې ټينګې او باثباته ښکارېده، چې له همدې امله ډېر خلک،پاکستان د طالبانو وياند ګڼل. حقیقت هم همداسې و، ځکه پاکستان،طالبانو ته دومره توجه درلودچې حتی پخپله طالبان هم په خپلو غوښتنو دومره ټینګ نه وو.

 

دا اړیکې له څه مودې وروسته سړې شوې او په دې وروستیو کې د کړکېچ لامل شوې. مساله دا ده چې پاکستان له دغې ډلې سره چې ګمان کول چې دمدیریت وړ ځواک دي . او له دې لارې کولای شي په افغانستان او د سیمې په ځینو هېوادونو کې خپلې غوښتنې تر لاسه کړي،په تفاوهم ونه رسید او حتی موضوع تر ډیره حده جدي شوه چې طالبانوڅو ځلې دپاکستان مخالفوډلو په ملاتړ سره تورن شوې دي ، د پاکستان مخالفت یې کاوه او په دغه هېواد کې یې په ځینو بریدونو کې لاس درلود. له همدې امله پاکستان د ټکر او تهدید لاره خپله کړه او د پاکستاني طالبانو پر ضد یې د افغانستان په سرحدي سیمو کې بریدونه وکړل. دا په څو فکتورونو کې ریښه لري چې موږ به یې نور هم وڅیړو.

 

دطالبانو ملاتړد پاکستان دمخالفینو ډلو سره

 

د دې کړکېچ یو تر ټولو مهم لامل پر پاکستان تور دی چې طالبان د هغه هېواد د مخالفو یاغي ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ملاتړ کوي. ټي ټي پي د پاکستان د حکومت د نسکورولو او په دغه هیواد کې د اسلامي نظام د رامنځ ته کولو لپاره جګړه کوي. په وروستیو کلونو کې دټي ټي پي بریدونه دسلګونوپاکستاني وګړې او پوځیانو ځان اخیستی دی . او له هغه وخته چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، دغه ډله لا ډېره فعاله شوې ده.

 

سرحدي مسایل

 

د ډیورنډ د کرښې په اړه د طالبانو ادعاوې بله هغه مسله ده، چې دغه جنجالونه یې زیات کړي دي. په افغانستان کې د پښتنو حکومتونه وخت په وخت د ډیورنډ د مسئلې په اړه غږونه پورته کوي، چې د ځینو کارپوهانو په باور تر ډېره د پاکستان د مخالفو هېوادونو له خوا تودېږي. له دې نظر وروسته د طالبانو او پاکستان تر منځ له اختلافاتو وروسته طالبانو یو ځل بیا د ډیورنډ مسله راپورته کړه.

 

د طالبانو بې غوري دپاکستان غوښتنو ته:

 

پاکستان چې په یو ډول یې د طالبانو د ډلې د رامنځ ته کولو پروژه پلې کړه؛ له کلونو راهیسې یې هڅه کړې چې طالبان واک ته ورسوي او تل یې دغې ډلې او نورو ترهګرو ډلو ته د روزنې او پوځي اډو زمینه برابره کړې ده. هغه تمه چې پاکستان له طالبانو څخه درلوده ظاهرا ً د دې ډلې له خوا ندې ارزول شوي  او دې کار پاکستان ناخوښ کړی دی. د پاکستان مهمې غوښتنې له پاکستاني طالبانو نه ملاتړ، له هند سره اړیکې پرې کول، د منځنۍ اسیا د انرژۍ سرچینو ته د افغانستان له لارې د پاکستان لاس رسی او داسې نور دي.

 

نړیوال فشارونه

 

په دې وروستيو کې ليکنې او راپورونه ښيي چې امريکا له چين سره د طالبانو د نږدېوالي او د بشري حقونو او نورو مسايلو د درناوي په اړه د نړيوالې ټولنې غوښتنو ته د پرله پسې بې غورۍ له امله له طالبانو څخه مخ اړولی دی. دا مسله تل د پاکستان لپاره مهمه ده. ځکه چې امریکا له طالبانو سره مخالفت کوي، نو پر طالبانو د فشار راوړلو یوازینۍ لار د پاکستان له لارې ده.

له بلې خوا پر پاکستان تل د نړۍ د هېوادونو له خوا له طالبانو سره د بې شمېره ملاتړ له امله انتقادونه شوي او دا انتقادونه وخت په وخت پر پاکستان د ځینو اقتصادي فشارونو لامل شوي دي. طبيعي ده چې پاکستان به له هغه تشنج څخه په استفادې چې طالبانو له نړيوالې ټولنې سره رامنځته کړي دي يو ځل بيا له لوېديځو هېوادونو سره خپلې اړيکې ټينګې کړي. له بلې خوا له پاکستان سره د امریکا مالي مرستې په داسې حال کې چې دغه هېواد له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، له طالبانو سره د کړکېچ یو ثانوي عامل ګڼل کېدای شي. پاکستان به له دې فرصت څخه په استفادې له لوېدیځو هېوادونو څخه لازیاتې اقتصادي مرستې ترلاسه کړي او خپل مات شوی اقتصاد سم کړي.

له همدی امله دی چې له ډېرې مودې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په یوه لیک کې ولیکل چې واشنګټن له نړیوالو او سیمه ییزو ننګونو سره د مقابلې لپاره د اسلام اباد تر څنګ ولاړ دی. دغه راز پرون ددواړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو انتوني بلينکن او اسحاق ډار هم تيلفوني خبرې وکړې . ښاغلی ډار د جمعې په ورځ په خپل ایکس چینل کې لیکلي چې ښاغلی بلینکن له دې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

په پایله کې ویلای شو چې پاکستان په هر حالت کې – که د طالبانو د ملاتړ په برخه کې وي یا د دې ډلې په مقابل کې او یا له غربي هیوادونو سره د اړیکو په برخه کې – خپله مادي ګټې لټوي. هر هغه افراطي یا غیر افراطي ډله چې د نورو هیوادونو څخه د طالبانو مالي ملاتړ غواړي په اسانۍ سره په دې هیواد کې ځای او موقعیت ترلاسه کولی شي.

که د طالبانو او پاکستان تر منځ تاو تریخوالی همداسې دوام وکړي، ډېر ژر به پاکستان د طالبانو د مخالفو ځواکونو ملاتړ وکړي او طالبان  په جدي توګه به ننګوي.

 

 

 

 

 

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x