د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر د عاصم منیر د وروستیو څرګندونو پر وړاندې د طالبانو د چوپتیا په غبرګون کې وايي چې طالبانو افغانستان اشغال کړی او ولسي ملاتړ نه لري.
ګوهر دغه څرګندونې د شنبې ورځ (سلواغې ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې کړې دي.
د هغې په وينا، د دوحې تړون طالبانو ته دنده سپارلې چې د يوې نوې سيمهييزې جګړې لپاره افغانستان کمزورى او ویجاړ کړي.
نوموړې لیکلي: «ترهګر طالبان یوه نیابتي ډله ده چې افغانستان یې اشغال کړی دی.»
ګوهر د «طالبانو پروژې» د بندېدو او د افغانستان د ازادۍ غوښتنه کړې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له ګواښ څخه دوه ورځې تېرېږي؛ خو طالبانو د دغو ګواښونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د چهارشنبې ورځ په یوې غونډې کې ویلي و چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.
اړوندې لیکنې :
- یوسفزۍ: افغانستان د طالبانو لخوا اشغال شوی دی
- طالبانو په ننګرهار کې د ولسي جرګې یو مخکېنی غړی نیولی
- د امریکا د استازو جرګې یوه غړي د طالبانو له مخالفو جبهو څخه د واشنګټن ملاتړ لازمي وباله
- په افغانستان کې دجنسیتی آپارتایداو دټرامپ ملاتړ
- اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو ملاتړ کوو
- د پوهنې پخوانۍ وزیره: نجونې دې د ښوونځیو پر ځای په جوماتونو او مدرسو کې زده کړې وکړي