روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۹

د پاکستان له زندانونو ۵۴ افغان کډوال خوشې شول

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ ویلي چې د پاکستان له بندخونو یې ۵۴ افغان کډوال خوشې کړې دي.

نوموړې قونسلګرۍ چهارشنبه د وري پر ۱۵مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کډوال د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ازاد شوي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان قونسل عبدالجبار تخاري په یوې ویډيو کې ویلي چې په دې کسانو کې ۱۱ ماشومان هم دي.

د نوموړي په خبره، له دې وړاندې د پاکستان له زندانونو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور زره او ۱۱۱ افغانان ازاد شوي دي.

هغه زیاته کړې چې لا هم ۵۰ نور افغان کډوال د سند ایالت په بندخونو کې بندیان دي او د ازادولو هڅې یې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم ۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي و.

له تېرو څو میاشتو راهیسې پاکستان په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ پېل کړې ده

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x