روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۴۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۴۱

د پاکستان له زندانونو ۴۰ افغان کډوال خوشې شول

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ ویلي چې د پاکستان له بندخونو ۴۰ افغانان ازاد شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ یکشنبه د کب پر ۱۳مه په خپله ایکس‌پاڼه کې یو پیغام کې لیکلي چې په دې ډله کې ښځې هم دي.

د خبرپاڼې په حواله، دا افغانان د کراچۍ له زندانونو ازاد شوي دي.

یادې قونسلګرۍ زیاته کړې چې په څه باندې یو کال کې د پاکستان له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون درې زره او ۲۶۱ افغان بندیان ازاد او هېواد ته لېږل شوي دي.

د روان کال په جدي میاشت کې هم د پاکستان د سند ایالت له زندان څخه ۵۸ افغانان ازاد شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو څو میاشتو کې پاکستان د افغانانو د شړلو او بندي کولو لړۍ پېل کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x