د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې۲۸۷ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو سربېره پر دې، چې قانوني اسناد یې هم لرل له یوې تر لسو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندیان او بیا افغانستان ته اېستل شوي دي.
د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غبرګولي په ۱ – ۲ مه) نیټو د ننګرهار ولایت تورخم او د کندهار ولایت سپین بولدک له لارو ستانه کړل شوي دي.
له څه مودې راهیسې د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هره ورځ په سلګونو افغان کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري ډول ستنوي.
بلخوا طالبانو په ځلونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په زور د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي، او دا یې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.
همدا راز د د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.
اړوندې لیکنې :
- پاکستاني پولیسو ویلي د جنورۍ له ۱۵مې وروسته دې افغانان له اسلام اباد او پېنډۍ ووځي
- پاکستان پرون له زرو ډېر کسان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي
- ۲۱ افغانان د پاکستان له بندخونو ازاد شول
- پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي
- پاکستانی چارواکی: د اپرېل له پیلېدو راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغان کډول افغانستان ته ستانه شوي
- په پاکستان کې یو پخوانی سرتېری د طالب چارواکي له خوا تر ګواښ وروسته وژل شوی