د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامس وېسټ د تازه سفرونو له پېل سره هممهاله د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې هېوادونه دې په افغانستان کې شوي پرمختګونه په پام کې ونیسي.
مجاهد دا څرګندونې شنبه د وري پر ۴مه د طالبانو تر واک لاندې له ملي راډیو ټلویزیون سره کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «[طالبان] د دې غوښتوونکي دي چې هېوادونه یا نور اړخونه چې کله د افغانستان په اړه بحث کوي، په دې هېواد کې دې شوي پرمختګونه په پام کې ونیسي.»
د هغه په خبره، طالبان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتوونکي دي او په وینا یې، له نورو هېوادونو هم د ښو اړیکو تمه لري.
بلخوا، ټامس وېسټ پرون ویلي چې هند ته یې سفر کړی او هلته یې د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت له منشي جيپي سېنګ او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.
نوموړي دا کتنه «دوستانه» بللی او ویلي دي چې نوې ډهلي افغانانو ته د بشردوستانه مرستو او درملو لېږلو ته دوام ورکوي.
ټاکل شوې چې دا امریکايي ډیپلومات له هند روسته متحده عربي اماراتو ته لاړ شي او هلته د افغانستان په اړه د یاد هېواد له چارواکو سره وغږېږي.
اړوندې لیکنې :
- طالبان: اسرائیل د سیمې د بې ثباتۍ لامل دی او اسلامي هېوادونه باید د فلسطین ولس د ازادۍ لپاره…
- توماس وېسټ او د یوناما مرستیال د افغانستان په هکله خبرې وکړې
- حنفي: هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي
- پرستو حکیم: نړۍ دې د طالبانو پر ځای د افغانستان له خلکو سره تعامل وکړي
- نامشروع او ناروا نظامونه او د پېښو او جګړو د تاریخ تکرار؛ ایا په افغانستان کې به پوځي حل کار وکړي؟
- وروستیو نښتو ته د امریکا غبرګون: طالبان او پاکستان دې خپلو کې خبرې وکړي