روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۱۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۱۳
: 2

د واورې ورښت او سړه هوا؛ په اوو ولایتونو کې له ۳۰ زرو ډېر څاروي تلف شوي

په بلخ، پنجشېر، سرپل، فاریاب، سمنګان، تخار او کندهار کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغو ولایتونو کې د واورې ورېدو او سړې هوا له کبله ۳۰ زره او ۸۵۸ څاروي تلف شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس یکشنبه د کب پر ۱۳مه په بلخ کې د ځايي مسوولانو په حواله راپور ورکړی چې په دغه ولایت کې په تېرو څو ورځو کې ۱۱ زره او ۴۱۸ څاروي له منځه تللي دي.

په راپور کې راغلي چې په بلخ کې ځايي طالبانو د مواصلاتي لارو پرانېستلو، څارویو ته د واښو او د دغه ولایت په لریو پرتو سیمو کې بندپاتې شویو ته د خوراکي توکو د لېږد لپاره هڅې پېل کړې دي.

ورته مهال، دغه خبري اژانس لیکلي چې د پنجشېر په شتل، رخه او حصه اول ولسوالیو کې د واورې ورېدو او سړې هوا له کبله تر اوسه ۱۰ کورونه ویجاړ او ۱۰۰ څاروي تلف شوي دي.

ورته مهال، سرچینو رسنی ته ویلي چې په سرپل، فاریاب او سمنګان کې لږ تر لږه ۱۲ زره څاروي له منځه تللي دي.

د سرچینو په خبره، د تخار په شکمش او دشت‌قلعه ولسوالیو کې یو زر او ۶۷۰ او د کندهار په شاه‌ولي کوټ، خاکریز، ارغستان او پنجوايي ولسوالیو کې بیا پنځه زره او ۶۷۰ څاروي تلف شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تېرو څو ورځو کې د هېواد په ډېری ولایتونو کې درنه واوره او باران ورېدلی دی.

ورته مهال، له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند جانان سایق هم پرون ویلي چې په تېرو ۱۲ ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د درنې واورې او باران له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x