روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۵

د واشنګټن پولیسو یو تنکی ځوان د امریکايي ځواکونو د یوه افغان ژباړن د وژلو په تور نیولی

د واشنګټن پولیسو یو ۱۵ کلن ځوان د نصرت احمدیار د وژلو په تور چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی ژباړن و، نیولی دی.

د واشنګټن پوسټ د راپور پر بنسټ، دا ځوان جمعه، د مارچ په لومړۍ نېټه نیول شوی دی.

که څه هم د واشنګټن پولیسو د دې ځوان د هویت په هکله نور جزئیات نه دي خپاره کړي؛ خو ویلي یې دي چې دی د نصرت د وژلو پرمهال ۱۴ کلن و.

نصرت د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې و او د طالبانو بیاځلې واکمنۍ وروسته له خپلې مېرمن او څلورو ماشومانو سره امریکا ته کډوال شو.

ده د متحده ایالاتو په پلازمینه واشنګټن ښار او ​​شاوخوا سیمو کې له «لېفټ» شرکت سره د ټکسي چلونکي په توګه کار کاوه.

هغه مهال، د واشنګټن د پولیسو څانګې ویلي و، هر چا چې د نصرت د قتل د عاملینو په هکله معلومات ورکړل، دوی به ۲۵ زره امریکايي ډالره جایزه ورکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x