روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۶

د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د درنو ورښتونو اټکل شوی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واروې، تېز باران، تالندې برېښنا او سېلابونو پېښېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی.د هوا پېژندنې ریاست یکشنبه د وري پر ۲۶مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا اټکل سبا (دوشنبه) په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنگان، بلخ، پنجشیر، کاپیسا، پروان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، روزګان، غزني، میدان‌وردګ، کابل، بامیان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب او سرپل کې شوی دی.

 د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واروې، تېز باران، تالندې برېښنا او سېلابونو پېښېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ریاست یکشنبه د وري پر ۲۶مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا اټکل سبا (دوشنبه) په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنگان، بلخ، پنجشیر، کاپیسا، پروان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، روزګان، غزني، میدان‌وردګ، کابل، بامیان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب او سرپل کې شوی دی.

په بېلابېلو برخو کې د ورښت کچه د ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۵ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

له دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۳۳ کسان مړه او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x