روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۰۸
: 1

د هېواد په څلورو ولايتونو کې د سېلابونو له کبله درېیو کسانو ژوند بایللی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په فراه، هرات، غور او غزني ولايتونو کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي چې په دغو ولايتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله درې کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.د فراه ولایت سرچینو  ورځپاڼې ته منلې چې جمعه د غويي پر ۱۴مه د دغه ولایت په اناردرې ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له کبله یو تنکی ځوان مړ شوی دی.د دې سېلاب په پایله کې تر ۲۵ زیاتو استوګنیزو کورونو او سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې ته زیان رسېدلی دی.

په فراه، هرات، غور او غزني ولايتونو کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي چې په دغو ولايتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله درې کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د فراه ولایت سرچینو  ورځپاڼې ته منلې چې جمعه د غويي پر ۱۴مه د دغه ولایت په اناردرې ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له کبله یو تنکی ځوان مړ شوی دی.

د دې سېلاب په پایله کې تر ۲۵ زیاتو استوګنیزو کورونو او سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې ته زیان رسېدلی دی.

د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په «یک دوکان» کلي کې هم یو ۸ کلن ماشوم د سېلاب راوتلو پېښه کې مړ شوی.

ورته مهال د مرغاب غور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو  ورځپاڼې ته ویلي چې سېلاب د دې ولسوالۍ په بازار کې شاوخوا ۵۰ دوکانونه ویجاړ کړي دي.

د میدان وردګ ولایت طالب سیمه‌ییز مسوولاهم وايي چې د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په «طویکي» کلي کې پرون د سېلابونو راوتلو له کبله یوه ښځه مړه شوې او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې له دوو ورځو راپدېخوا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بارانونه ورېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x