روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۵

د نوي ښوونیز کال پېل؛ یوناما: طالبان دې د نجونو پر وړاندې بندیز ختم کړي

 د طالبانو له لوري په هېواد کې د نوي ښوونیز کال له پېل سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د بندیز پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

یوناما دا غوښتنه چهارشنبه د وري پر لومړۍ په خپله اېکس‌پاڼه کې کړې ده.

د دغه بنسټ په خبره، له ۹۰۰ ډېرې ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

په پیغام کې راغلي: «له [طالبانو] څخه غواړو چې دغه ناعادلانه او زیان رسوونکی بندیز پای ته ورسوي.»

یوناما زیاته کړې چې زده‌کړو ټولو ته د سولې او سوکالۍ لپاره اړینه ده.

پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو روسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

په تېرو نږدې درېیو کلونو کې پر دې بندیز په کور دننه او بهر پراخې نیوکې شوې دي.

بلخوا، نن د طالبانو پوهنې وزارت د یوې ویناپاڼې په خپرولو د نوي تعلیمي کال د پېلېدو خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې خپل اولادونه مدرسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې شامل کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x