روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۲

د نجونو پر زده کړو بندیز؛ لغمان مېشتي طالبانو ته: د پردیو پر اشاره د ښځینه‌وو زده‌کړو له مخنیوي لاس واخلئ

له ۸۰۰ ډېرې ورځې کېږي چې طالبانو د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې بندې کړي او خلک یې د دې ډلې غایب مشر ملا هیبت‌الله دویم امر ته په تمه کړي دي.

لغمان مېشتي وايي، طالبانو د هېواد نیمه برخه په تیارو کې ساتلې او د بهرنیو استخباراتو په اشاره یې افغان نجونې له ښوونځیو او پوهنتوني زده کړو منع کړي دي.

دوی زیاتوي، نجونې هم د نارینه‌وو په څېر د زده‌کړو او هوسا ژوند حق لري او غوښتنه کوي چې طالبان دې نور په دې برخه کې له خپلې دغې هېوادضد پرېکړې لاس واخلي.

د لغمان ځايي خلک د طالبانو د واکمن رژیم له لوري له زده‌کړو د نجونو منع کول غیرانساني کړنه یادوي او وايي، نجونې هم حق لري چې د نارینه‌وو په څېر د خپل راتلوونکي برخلیک ټاکنه وکړي.

دوی پر طالب ډلې غږ کوي چې نور دې له نجونو سره له دښمنۍ لاس واخلي او اجازه ورکړي څو نجونې د ښوونځي له دورې نیولې تر پوهنتونه خپلې زده کړې بشپړې کړي او له دې لارې خپلو مشروعو موخو او هیلو ته ځان ورسوي.

د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکی محمد اسلم رسنی ته وايي: « طالبانو له نجونو سره سخته دښمني راخېستې او دا د شرم خبره ده، چې له یوې خوا د حکومت دعوه کوي او له بلې خوا له مظلومو نجونو یې خپل انساني او اسلامي حق اخېستی؛ نجونې هم د هلکانو په شان حق لري چې تعلیم وکړي، ارام ژوند وکړي او د تعلیم له لارې خپلو موخو ته ځان ورسوي او پر مټ یې د خپلې کورنۍ اقتصادي ملاتړ وکړي، باید طالبان پرېږدي چې نجونې خپل برخلک په خپله وټاکي، ځکه دا حق انسانیت او اسلامیت ورکړی او دوی باید ترې وانخلي.»

لغمان کې داسې کورنۍ هم شته چې یو شمېر غړو یې د ښوونځي په وروستي کال زده کړې کولې؛ خو د طالبانو له لوري له زده کړو د نجونو منع کولو یې هېلې له خاورو سره خاورې کړې چې اوس له سختې رواني ناروغۍ کړېږي.

د یاد ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ګلاب چې یوه خور یې واک ته د طالبانو د رسېدو په لومړیو کې دولسم ټولګي ته په لومړۍ درجه بریالۍ شوې وه؛ د دې ډلې له لوري د مخنیوي له امله یې زده کړې پاتې شوي چې په خبره یې د خپلې راتلوونکې په تړاو د اندېښنو له امله پر رواني ناروغۍ اخته شوې ده.

دی زیاتوي، چې که طالبان د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې خلاصې نه کړي؛ د نوموړي د خور په څېر به ګڼې ښځینه زده کوونکې له رواني ستونزو سره مخ او حتی د ځان وژنې پرېکړه به وکړي.

محمد ګلاب له رسنی سره په خبرو کې وویل: «زما خور دولسم صنف ته کامیابه شوې وه، چې طالبان راغلل او جنیکۍ یې له مکتبونو منع کړې؛ زما خور ډېره با استعداده او په خپل صنف کې اوله درجه وه، د شااوخوا دوه نیم کالو په تېرېدو سره مې خور هېڅ مصروفیت نه لري او هره ورځ د مکتب او خپلې آیندې په اړه سوچ او فکر کوي، چې نوره په رواني ناروغیو اخته شوې، زما او د ټولو لغمانیانو غوښتنه دا ده، چې امارت نور انجونو ته اجازه ورکړي، چې هم ښوونځیو ته او پوهنتونونو ته لاړې شي.»

د لغمان خلک په داسې حال کې د نجونو پر وړاندې ښوونځیو د تړلو دروازو د پرانیستلو غوښتنه کوي چې طالب ډلې په وار ـ وار ویلي چې په دې برخه کې یې پر یوې طرحې کار روان کړی او له هغې وروسته به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتوني زده کړو اجازه ورکړي.

د لغمان خلک دغه راز پر نړۍوالې ټولنې هم نیوکه کوي چې د افغانو نجونو د زده کړو لپاره یې تر اوسه پر طالب ډلې د پام وړ فشارونه نه دي وارد کړي چې دغه ډله په دې برخه کې له خپلې ظالمانه پرېکړې په شا شي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د خپل رژیم په دوران کې د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې بندوي؛ بلکې څه باندې دوه لسیزې وړاندې هم دې ډلې د خپل رژیم په دوره کې د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو دروازې بندې کړې وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x