روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۲۷

د ناټو غړو اوکراین ته په دغه تړون کې د غړیتوب ورکولو ژمنه وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د واشنګټن په غونډه کې د ناټو غړو په دغه سازمان کې د اوکراین د راتلونکي غړیتوب ژمنه وکړه او له دغه هېواد سره یې لا زیاتو مرستو ته خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

د واشنګټن په غونډه کې د ناټو غړو په دغه سازمان کې د اوکراین د راتلونکي غړیتوب ژمنه وکړه او له دغه هېواد سره یې لا زیاتو مرستو ته خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

د ناټو ۷۵مه سرمشریزه چهارشنبه د جولای پر ۱۰مه، په واشنګټن کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ناټو ۳۲ غړو له اوکراینه خپل ملاتړ اعلان کړ او له هغه سره یې پر لا زیاتو مرستو ټینګار وکړ.

د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د اوکراین ملاتړ د دغه سازمان په ګټه دی.

ناټو له دغه پوځي تړون سره د اوکراین د یوځای کېدو لپاره مشخص مهالوېش نه دی ټاکلی.

په دې غونډه کې د ناټو غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې په راتلونکي کال کې به له اوکراین سره ۴۰ میلیارده یورو مرسته وکړي.

کیېف هم د ناټو د غړو هیوادونو لخوا د ۴۰ میلیارده یورو د مرستې د اعلان هرکلی کړی دی.

پر اوکراین د روسیې برید د ناټو د غونډې د اجنډا په سر کې و او د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د دغه پوځي تړون ټولو غړو مسکو د ناټو غړو هېوادونو ته «تر ټولو مهم ګواښ» بللی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x