روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۴

د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي

په منځنۍ اسیا کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ دفتر په قرغیزستان کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

دغه دفتر چهارشنبه د سلواغې پر ۲۴مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا غونډه د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اوتونبایوا هم ګډون کړی و.

په منځنۍ اسیا کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ دفتر زیاته کړې چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې او ټيکاو لپاره پر همکاریو خبرې اترې شوې دي.

دا ناسته په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو له غونډې وړاندې جوړه شوې وه.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه په څو نږدې ورځو کې جوړه شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x