روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۳
: 1

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال افغانستان ته راځي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ملګرو ملتونو افغانستان ته د دغه سازمان د سرمنشي د مرستیال ژان پیر لاکروا د سفر خبر ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق په یوې خبري ناسته کې ویلي، ټاکل شوې ده چې لاکروا چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه کابل ته دننه شي.

ملګرو ملتونو افغانستان ته د دغه سازمان د سرمنشي د مرستیال ژان پیر لاکروا د سفر خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق په یوې خبري ناسته کې ویلي، ټاکل شوې ده چې لاکروا چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه کابل ته دننه شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال به د دې دوه ورځني سفر پرمهال د جګړې د ناچاودو توکو د ګواښونو په هکله د پوهاوي پر لوړوالي تمرکز وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي و چې افغانستان د ماینونو او چاودېدونکو توکو له پلوه ترټولو ککړ هېواد دی.

د وروستیو راپورونو پر بنسټ د افغانستان نږدې ۶۰۶ کیلومټره مربع خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو پوښلې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x