روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۵
: 2

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: د طالبانو امرباالمعروف قانون ظالمانه دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر قانون تصویب ظالمانه بللی او ویلي دي چې دا قانون د افغانستان نیمايي نفوس څنډې ته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر قانون تصویب ظالمانه بللی او ویلي دي چې دا قانون د افغانستان نیمايي نفوس څنډې ته کوي.

نوموړي دا څرګندونې دوشنبه د وږي پر ۱۹مه د بشري حقونو شورا اووه پنځوسمې غونډې له پېلېدو وړاندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټينګار کړی چې د طالبانو نوی قانون په کلکه توګه د تجمعاتو او عقیدې ازادي محدودوي.

نوموړي زیاته کړې: «دا چې د افغان نجونو او ښځو په اړه فکر کوم، لړزه مې نیسي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر په اوسني پېر کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپنې کړنې بې‌سارې بللې دي.

ولکر ترک ویلي چې ښايي دا قانون په «سمبال شوې بڼه پر جنسي ځورونې» بدل شي او ښځې له ناوړه شرایطو سره مخامخې کړي.

د یادونې ده چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر قانون کې د ښځو غږ عورت بلل شوی دی.

دغه قانون ته په کور ته دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښوول شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x