روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۱۶
: 1

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په هکله ناسته کوي

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان په هکله ناسته کوي.

دا ناسته به دوشنبه، د کب پر ۷مه سهار ۱۰:۰۰ بجې تر غرمې مخکې ترسره شي.

دا د دوحې له ناستې وروسته د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لومړۍ ناسته ده.

د دوحې ناسته تېره اوونۍ د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب او د هېوادونو د ځانګړو او د افغان مدني فعالانو د استازو په ګډون ترسره شوه.

انتونیو ګوترېش، د امریکا او اروپايي ټولنې استازو دغه ناسته رغنده بللې ده.

ورته مهال، د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د دوحې د ناستې په هکله ویلي چې په افغانستان کې د ګډو ګټو په تړاو د هېوادونو ترمنځ پیاوړې اجماع موجوده ده.

هغه ویلي، هېڅ هېواد نه غواړي چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ نفوذ او ګواښ وي او ټول د دې غوښتونکي دي چې ښځې او نجونې ښوونځیو، پوهنتونونو، کار او عامه ژوند ته ستنې شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x