روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۱۳
: 1

د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې جمعه د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر «یوناما» ویلي چې راتلونکې جمعه د دغه دفتر مشره روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په تړاو وینا کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر «یوناما» ویلي چې راتلونکې جمعه د دغه دفتر مشره روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په تړاو وینا کوي.

یوناما چهارشنبه د غبرګولي پر ۳۰مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلی چې ټاکل شوې مېرمن اوتنبایوا جمعه د چنګاښ پر لومړۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، دا ناسته د کابل پر وخت د ماښام ۶:۳۰ پېلېږي.

امنیت شورا داسې مهال دا ناسته جوړوي چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې ته تیاری روان دی.

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ پر ۱۰ او ۱۱مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې له طالبانو سره د رسمي دولت په توګه چلند نه کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x