روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۰۴
: 1

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: القاعده په افغانستان کې اته نوې روزنیزې اډې جوړې کړې دي

د ملګرو متلونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ګروپ وايي چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې لاهم نږدې دي او دې شبکې په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ډلې چهارشنبه د سلواغې پر ۱۱مه په خپل خپاره کړي نوي راپور کې ویلي چې د القاعده شبکې څلور اډې په پروان، غزني، لغمان او روزګان ولایتونو کې دي او دې شبکې په پنجشېر کې د وسلو یو زېرمتون هم جوړ کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، طالبان هڅه کوي له القاعده سره خپلې اړیکې کمرنګه وښيي؛ خو په افغانستان کې لږ تر لږه د دغې شبکې ۱۰ غړي له طالبانو سره تاریخي اړیکې لري.

د راپور پر بنسټ، القاعده توانېدلې چې په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې ځان په «ساتندویه» حالت کې وساتي او د دې شبکې لوړپوړي چارواکي هم په دغه هېواد کې حضور لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خبره، القاعده لاهم د افغانستان لپاره او تر هغه ورپورته یو ګواښ دی.

د راپور په حواله، ځيني طالب قوماندانان له القاعدې سره د ایډیالوژۍ او عمل په برخه کې مشترک دي چې له تاریخي اړخه په «ګډو ترهګریزو او شخصي اړیکو» کې رېښه لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا زیاته کړې چې د راپورونو له مخې، د طالبانو له لوري د القاعده شبکې د ځينو فعالیتونو د محدودولو هڅه، د دې ډلې او شبکې ترمنځ د کړکېچ لامل شوې ده.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ډلې په خپل دغه راپور کې، د داعش ګواښ ته هم اشاره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي، د سیمې له لاسه ورکولو او مرګ ژوبلې، د لوړپوړو او منځنۍ کچې مشرانو په ګډون د جنګیالیو له منځه تللو سربېره، لا هم داعش د افغانستان او سیمې لپاره یو ګواښ دی.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو د فشار په پاېله کې د داعش بریدونه کم شوي دي.

د راپور په حواله، داعش هم د طالبانو په منځ کې پام وړ نفوذ لري.

د ملګرو متلونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ګروپ وايي چې په افغانستان کې د داعش ډلې موخه په لومړي قدم کې شیعه‌ګان، په دویم ګام کې طالبان او بیا ملکیان دي.

طالبانو تراوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي و چې القاعده شبکه د طالب لوړپوړو چارواکو په ملاتړ په دولتي بنسټونو کې نفوذ کړی دی او دا شبکه له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د پرېکون ژمنې له مخې، په پټه په افغانستان کې فعالیت کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x