د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې په هرات ولایت کې پر طالبانو د دې جبهې د ځواکونو په برید کې یو طالب قوماندان وژل شوی دی.
دغې جبهې د اېکس پر ټولنیزه شبکه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه برید د سه شنبې پر شپه د تلې پر ۱۷مه، د هرات-کرخ پر سړک او د «کهریزک» پوستې ته څېرمه شوی دی.
د اعلامیې له مخې، په دغه برید کې د هرات پر لویه لاره د طالبانو د کشف کنډک آمر وژل شوی دی او د هغه دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.
د ملي مقاومت جبهه وایي چې د طالبانو یو اندازه پوځي تجهیزات هم د دې جبهې د ځواکونو لاسته لوېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم دغې جبهه ادعا کړې وه چې په هرات کې یې دوه طالبان جنګیالي وژلي دي.
اړوندې لیکنې :
- ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالب جنګیالیو د وژلو ادعا وکړه
- هلمند کې د یوه طالب په شمول دوه تنه وژل شوي
- کونړ کې یو طالب جنګیالی د یوې ښځې د تښتونې په تور ووژل شو
- له پاکستاني پوځيانو سره په نښته کې یو طالب جنګیالی ووژل شو
- ننگرهار کې یو طالب قومندان یو کس په موټر وهلی او مړشوی
- د ایران ملي سرود ته نه درناوی؛ طالب چارواکي بښنه وغوښته