روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۱۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۱۱
: 1

د ملالې بنسټ په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړې لپاره ۱.۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د نجونو له رسمي زده‌کړو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو سره جوخت د زده‌کړو فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ بنسټ په هېواد کې د نجونو د ملاتړ لپاره د پوهنې له برخې سره ۱.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د ملالې یوسفزۍ بنسټ جمعه د غبرګولي پر ۲۴مه په یوې اعلامیه کې خبر ورکړی چې دا مرسته به ۱۳ بنسټونو ته چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړې ملاتړ کوي، ورکړل شي.

د نجونو له رسمي زده‌کړو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو سره جوخت د زده‌کړو فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ بنسټ په هېواد کې د نجونو د ملاتړ لپاره د پوهنې له برخې سره ۱.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د ملالې یوسفزۍ بنسټ جمعه د غبرګولي پر ۲۴مه په یوې اعلامیه کې خبر ورکړی چې دا مرسته به ۱۳ بنسټونو ته چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړې ملاتړ کوي، ورکړل شي.

ورته مهال، ملالې یوسفزۍ په یو تصویري پیغام کې د نجونو له زده‌کړو د محرومیت زرو ورځو د پوره کېدو په مناسبت ویلي، په افغانستان کې میلیونونه نجونې د «جنسیتي اپارټایډ» تر سیوري لاندې ژوند کوي چې له عامه ژونده او په عمومي ځایونو کې له حضور منع دي.

د دغه بنسټ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې مرستې موخه د انلاین زده‌کړې په برخه کې د نجونو ملاتړ او او د نړیوال قانون په توګه د «جنسیتي اپارټایډ» پیژندنې هڅو ته وده ورکول دي.

د ملالې یوسفزۍ او د «زده‌کړې نه ځنډول کېږي» په نوم بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یو موټی شي.

دا کمپاین په داسې حال کې پېلېږي چې ۱۰۰۰ ورځې کېږي له شپږم ټولګې پورته افغان نجونې ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې دي. همداراز له ۶۰۰ زیاتې ورځې کېږي چې پوهنتونونه د ټولو نجونو پر مخ بند دي.

د طالبانو دغې پرېکړې ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي؛ خو دغې ډلې ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x