روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۳۲
: 2

د مقاومت شورا: طالبان د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت شورا وايي چې طالبان د هېواد د سياسي استازولیو په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري.

د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت شورا وايي چې طالبان د هېواد د سياسي استازولیو په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري.

دغې شورا جمعه د زمري پر۱۲مه په یوه اعلامیه کې د افغانستان د سیاسي استازولیو د پرېکړو د بې اعتباره بللو په اړه د طالبانو دریځ چورلټ نامعتبر او نه عملي کېدونکی بللی دی.

د مقاومت شورا له ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو غوښتي چې له ځنډ پرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د ډیپلوماټیک استازولیو فعالیتونه خپلسري او بې اعتباره وبلل.

د ملي مقاومت شورا څرګنده کړې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیرانو شورا باید سفیرانو او د سیاسي استازولیو سرپرستانو ته خبرداری ورکړي چې له طالبانو سره تعامل جرم او ناوړه ګټه اخیستنه ده.

دغه شورا له کوربه حکومتونو هم غوښتي چې په بهر کې د افغان ډیپلوماټانو ډیپلوماټیک مصوونیت ته دوام ورکړي او د هغو ډیپلوماټانو ډیپلوماټیک خوندیتوب دې لغوه کړي چې له طالبانو سره همکاري کوي.

د مقاومت د شورا په وینا، طالبان د ۲۰ ترهګرو ډلو د ملاتړ د چتر په توګه عمل کوي او له دې ډلې سره تعامل اروپايي ټولنې ته امنیتي خطر پېښوي.

دا اعلامیه په داسې حال کې صادرېږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څلور ورځې وړاندې په اروپا کې د افغانستان د ۱۴ ډیپلوماټیکو استازولۍ فعالیتونه بې اعتباره اعلان کړل او له دغه وزارت سره یې د هغو د اړیکو د ټینګولو غوښتنه وکړه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x