روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۲۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۸-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۲-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۲۲:۲۶
: 2

د مقاومت جبهې د یوه طالب جنګیالي د وژل کېدو ادعا کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان مقاومت جبهې ادعا کړې چې په تخار کې د دوی ځواکونو پر طالبانو برید کړی او د دغې ډلې یو جنګیالی یې وژلی دی.یادې جبهې شنبه د تلې پر ۲۸مه د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا برید په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې شوی دی.

د افغانستان مقاومت جبهې ادعا کړې چې په تخار کې د دوی ځواکونو پر طالبانو برید کړی او د دغې ډلې یو جنګیالی یې وژلی دی.

یادې جبهې شنبه د تلې پر ۲۸مه د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا برید په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې شوی دی.

د بیان پر بنسټ، په دې برید کې درې طالب‌ وسله‌وال ټپیان شوي هم دي.

په بیان څرګنده شوې ده: «دغه برید د دښمن په هغه کاروان چې د طالبانو د عمري قول اردو د پنځمې لوا اړوند وو، ترسره شو او د طالبانو یو موټرسایکل هم له منځه تللی دی.»

د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د مقاومت جبهې په هرات کې د دوو طالب وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x