روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۰۲

د مرموزي وژنې زیاتوالی؛ په فاریاب کې یو ماشوم او یوه ځوانه نجلۍ وژل شوي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې د یوه ماشوم او یوې پېغلې په ګډون دوه تنه د نامعلومو کسانو له‌خوا په «وحشیانه» او مرموز ډول وژل شوي دي.

په فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې د یوه ماشوم او یوې پېغلې په ګډون دوه تنه د نامعلومو کسانو له‌خوا په «وحشیانه» او مرموز ډول وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د پنجشنبې په ورځ د اسد ۴مه، نامعلومو کسانو د فاریاب ولایت د شیرین‌تګاب ولسوالۍ په فیض‌آباد کلي کې یو اووه کلن ماشوم د چړو په واسطه وژلي دی.

سرچينه په دوام کې زياتوي، چې په فارياب کې په يوه بله جلا پېښه کې د پنجشنبې په ورځ د اسد په ۴مه، د شيرين‌تګاب ولسوالۍ د شور بازار کلي اوسېدونکې د هدیه په نوم يوه ١٦کلنه نجلۍ لومړى د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا پرې جنسي تېرى شوی او بيا وژل شوې ده.
د سرچينې په وينا، د شپاړس کلنې نجلۍ د وژنې علت او د جنسي‌تېري عاملين تر اوسه نه دي معلوم؛ خو د اووه کلن ماشوم د وژنې په تور دوه تنه د طالبانو له‌خوا نيول شوي دي.
د فاریاب ولایت سیمه‌ییزو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x