هر ګړې د کابل په وخت : 5:37 pm
ننې نیټه : 01-09-2025
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : 01-09-2025
ساعت : 17:37
: 1

د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ په هرات کې د يوه سړي مړى موندل شوى

په هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.

سرچينې جمعه د کب پر ١٨مه رسنی ته منلې چې د هرات د انجيل ولسوالۍ په «پل هاشمي» سيمه کې د يوه سړي مړى موندل شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سړى چې شاوخوا ٣٧ کاله عمر یې لرلو، پر ډزو وژل شوى دى.

تراوسه روښانه نه ده چې دغه کس د چا له لوري او ولې وژل شوی دی.

په هرات ولايت کې طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مزارشريف ښار په اتمې ناحيې کې هم د يوه سړي مړى موندل شوى و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x