روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۴
: 1

د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ ناپېژانده وسله‌والو په غور کې یو سړی وواژه

په غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې ناپېژاندو وسله‌والو په دغه ولایت کې یو سړی وژلی دی.

سرچینې ته منلې چې دا پېښه دوشنبه‌سهار د وري پر ۶مه د فیروزکوه ښار ختیځ ته په «پوزه‌لیچ» سیمه کې شوې ده.

دا کس جان‌محمد نومېده او ناپېژانده وسله‌وال يې تر وژلو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

تر اوسه د یاد سړي د وژنې لامل نه دی څرګند.

طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې مرموزې وژنې د بل هر وخت په پرتله زیاتې شوې دي.

د خپاره شويو رپوټونو پر بنسټ، په تېره یوه اونۍ کې د دغه ولايت په پسابند ولسوالۍ کې لږترلږه دوه کسان د چړې او تبرګي پر ګوزارونو وژل شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x