روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۰۱
: 1

د مرموزو وژنو روانه لړۍ؛ ناپېژنده وسله‌والو په خوست کې یو ځوان په ډزو وواژه

خوست کې ځايي سرچينې وايي چې ناپېژاندو وسله‌والو په دغه ولايت کې يو ځوان وژلی دی.

سرچینې رسنی ته منلې چې دا ځوان پنجشنبه، د کب پر ۱۰مه د ناپېژانده وسله‌والو له لوري ټپي شوی و او تېره ورځ یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دا ځوان عرفان الله نومېده او د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري د اسمعيل‌خېلو او مندوزيو ولسواليو اړوند «ډاډوالو» سیمه کې تر برید لاندې راغلی دی.

تراوسه د یاد ځوان د وژنې انګېزه نه ده معلومه.

طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې مرموزې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.

دوه شپې وړاندې هم ناپېژاندو وسله‌والو د پنجشیر یو اوسېدونکی په کابل ښار کې په ډزو وژلی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x