روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۹

د مرموزو وژنو دوام؛ په هرات کې له یو ځوان سر پرې شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي‌ چې په دغه ولایت کې له یو ۲۴ کلن ځوان څخه سر پرې شوی دی. سرچينې دوشنبه د غويي پر ۱۰مه ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوه ورځې دمخه د انجيل ولسوالۍ په «کوچه نوین» سيمه کې رامنځته شوې ده.

په هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي‌ چې په دغه ولایت کې له یو ۲۴ کلن ځوان څخه سر پرې شوی دی.

سرچينې دوشنبه د غويي پر ۱۰مه ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوه ورځې دمخه د انجيل ولسوالۍ په «کوچه نوین» سيمه کې رامنځته شوې ده.

دا کس نثاراحمد نومېده او د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکی و.

تر اوسه د دې ځوان د وژل کېدو لامل او عاملانو په هکله معلومات نشته.

طالبانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو په تېره بیا په هرات کې د مرموزو وژنو شمېر زیات شوی دی.

دوه ورځې دمخه هم د دغه ولایت په شپږمه ناحیه کې یو ځوان وژل شوی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x