روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۳۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۰-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۲۰-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۳۳
: 3

د لوی استاد علامه حبيبي ژوندليک د ده په خپل قلم

پایگاه خبری تحلیلی روایت : زما نوم عبدالحی د ملا عبدالحق اخوندزاده زوی او د منقولو او معقولو علومو د مشهور عالم مولوي حبيب‌الله، چي په محقق کندهار هم مشهوره دئ، له کورنۍ څخه يم. محقق کندهاری د ډېرو تأليفاتو مؤلف دئ او په معقولو او منقولو علومو کي ئې په دين، رياضي، فلسفه، منطق، اخلاق، هیئت، نجومو او هندسه کي له نويو تحقيقاتو سره ګټور کتابونه په درو ژبو؛ عربي، پاړسي او پښتو ليکلي دي.

زما نوم عبدالحی د ملا عبدالحق اخوندزاده زوی او د منقولو او معقولو علومو د مشهور عالم مولوي حبيب‌الله، چي په محقق کندهار هم مشهوره دئ، له کورنۍ څخه يم. محقق کندهاری د ډېرو تأليفاتو مؤلف دئ او په معقولو او منقولو علومو کي ئې په دين، رياضي، فلسفه، منطق، اخلاق، هیئت، نجومو او هندسه کي له نويو تحقيقاتو سره ګټور کتابونه په درو ژبو؛ عربي، پاړسي او پښتو ليکلي دي.
زه د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کي د (۱۳۲۸هـ.ق.) کال د ربيع الثاني پر (۱۷مه) په پنج شنبه (مې، ۱۹۱۰م./ ۱۲۸۹هـ.ش.) زوکړی یم. په کوچنيوالي کي د پلار له سايې څخه محروم سوم. ابتدائي درسونه مي د کندهار ښار په مسجدونو کي ويلي دي او تر هغه وروسته په (۱۲۹۹هـ.ش.) کال د کندهار په شالمار ابتدائيه مکتب کي شامل سوم او په (۱۳۰۴هـ.ش.) کال مي د ابتدائيه مکتب شهادت‌نامه واخيستله او د پنځلس کلنۍ په عمر د کندهار ښار په یوه ابتدائيه مکتب د معلم په حيث ومنل سوم.
زموږ د کورنۍ محیط له وخته وخته د کتاب، سواد او پوهي محيط وو. ما له پلاره په ميراث کي بېله څو کتابو او د جریدو له کلکسیونو؛ سراج الاخبار افغانیه (کابل)، حبل المتين (کلکته) او د سراج الاخبار د مدير مرحوم محمود طرزي له کتابو، چي په کابل کي چاپ سوي ول، ماسېوا بل شی په میراث نه دي وړي. د مولوي بلخي مثنوي، د خواجه حافظ شېرازي دېوان، د شيخ سعدي ګلستان او بوستان له هغو کتابو څخه ول، چي له هغه کوچنيوالي څخه مي سترګي ور سره آشنا وې. کله چي مي په ابتدائيه مکتب کي درس وايه، د عربي ژبي د صرف و نحو، رياضي، هیئت، فقه، اصول فقه، منطق، مبادی بلاغت، عروض او قافيې ابتدايي کتابونه مي د خپل اکا پر زوی مرحوم عبدالواسع شهيد وويل. دی (مولوي عبدالواسع) د سراج الاخبار د لومړني موسس مولوي عبدالرؤف کندهاري زوی دئ، چي په (۱۳۲۳هـ.ق.) کال ئې په کابل کي سراج الاخبار تاسیس کړ او په (۱۳۲۶هـ.ق.) کال د اول مشروطيت له بنديانو څخه وو. مولوي عبدالواسیع شهید په اماني عصر کي د (مرکه د پښتو) رئيس، د (حکام و قضات) د مکتب مؤسس او تر هغه وروسته د تقنین او محاکمو د ادارې رئيس سو. تمسک القضات او حکمت اسلامي د ده له تأليفاتو څخه دي [تر دغو دوو تأليفاتو برعلاوه نور تأليفات هم لري. ژباړن]. دغه سترګور عالم نقاد او اورژبی خطيب وو، چي د دولت د قوانينو په ترتيب کي، چي هغه وخت ئې نظامنامه بلل، کار ښه محسوسيږي. بالآخره په (۱۳۰۸هـ.ش.) کال کي، کله چي ارتجاعي قوتونو د پرديو په مرسته واک ونيوی، دی ئې په توپ والوزاوه. ده په تدريس کي يوه خاصه لاره او سيده او لنډه طريقه درلوده، چي زه ئې په يوه کال کي له اساساتو سره بلد کړم.
زما بل استاد علامه مرحوم مولوي ابوالوفاء کندهاری وو، چي د جنوبي هند د دکن په نظاميه مدرسه کي ئې د فقي او الهي کلام د قرائت د استادۍ مقام درلودی او په هغه وخت کي په کندهار کي زموږ د کورنۍ په مسجد کي استېدی. هغه يو دانشمند او صاحب نظر شخص وو، چي ما په ادبياتو، د قرائت په علم او په هغو کتابو کي چي منتهيان ئې وايي، ډېر ګټور شيان ځني زده کړل او د احاديثو د علم درسونه مي له دواړو استادانو څخه حاصل کړي دي.
په همدغه وخت کي چي د مساجدو او مدرسو په زړو حجرو کي د منطق د صغری او کبری او د اشکال اقليدس او د جز ولا يجوز په پېچ و خم کي سرګردان وم، د کابل د نويو مکاتبو جغرافيه، طبيعيات او حساب مي هم مطالعه کړل، سراج الاخبار او حبل المتين مي هم وويل او بالآخره مي ځان په برلين، ايران او مصر کي له چاپېدونکو جريدو او مجلو؛ کاوه، ايرانشهر، ارمغان او الهلال سره هم آشنا کړ او له ګټو څخه ئې مستفيد سوم، تر څو چي په (۱۳۰۶هـ.ش.) کال د طلوع افغان جريدې معاون سوم او په (۱۳۱۰هـ.ش.) کال د دغه جريدې مدير سوم. تر (۱۳۱۹هـ.ش.) کال پوري مي نه (نهه) کاله دغه هفته‌واره جريده په پښتو او پاړسي ژبو نشر کړله او څو ادبي او درسي کتابونه مي هم د دغه جريدې په سنګي چاپخانه کي چاپ کړل.
په همدغه وختو کي له انګرېزي او اردو ژبو سره هم تر هغه ځايه بلد سوم، چي په دغو دوو ژبو مي مطالعه کولای سوای. د تاريخي څېړني او تحقيق طريقه مي له کېمبرج هيسټري آف اِنډيا او د مصري او هندي علماوو، لکه: جرجي زیدان، شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي له ليکنو، د برلين د کاوه جريدې له مقالو او د علامه محمد قزويني له ارزښتمنو آثارو څخه زده کړه او په لاندي برخو کي مي تر اوسه خپلي مطالعې ته دوام ور کړی دئ:
د پښتو، پاړسي او اردو ژبو ادبي تاريخ، د ژبپوهني او کتاب پوهني تاريخ؛ په خاص ډول په پخواني خراسان يا اوسني افغانستان، هند او ايران پوري مربوط، د همدغه سيمي د مشاهيرو پېژندنه او د تاريخي جغرافيې مطالعه ئې.

زما د ژوند د مراحلو لنډيز:
• (۱۳۰۴- ۱۳۰۶هـ.ش.) د کندهار په ابتدائيه مکاتبو کي معلم
• (۱۳۰۶- ۱۳۱۰هـ.ش.) د کندهار د طلوع افغان جريدې معاون
• (۱۳۱۰- ۱۳۱۹هـ.ش.) د کندهار د همدغي جريدې مدير
• (۱۳۱۹- ۱۳۲۰هـ.ش.) په کابل کي د پښتو ټولني مشر او په عين وخت کي د مطبوعاتو د مستقل رياست معاون
• (۱۳۲۰- ۱۳۲۳هـ.ش.) په کابل کي د معارف وزارت مشاور
• (۱۳۲۳- ۱۳۲۵هـ.ش.) د ادبياتو فاکولتې اولنی رئيس او هلته د پښتو د ادبي تاریخ استاد
• (۱۳۲۵- ۱۳۲۶هـ.ش.) د کندهار د معارف د ادارې رئيس او په عين وخت کي د تاريخ استاد
• (۱۳۲۶هـ.ش.) په کويټه بلوچستان کي د افغاني تجارانو وکيل
• (۱۳۲۷- ۱۳۳۰هـ.ش.) د ملي شورا په اوومه دوره کي د کندهار د خلګو منتخب نماينده
• (۱۳۳۰- ۱۳۴۱هـ.ش.) په پاکستان کي استوګه
• (۱۳۴۱، د سنبلې ۱۶مه) بيرته وطن ته را تګ او په کابل کي خپلو علمي وظايفو ته دوام
• (۱۳۴۴هـ.ش.) په کابل پوهنتون کي د اولي علمي رتبې (پوهاندۍ) تر لاسه کول
• (۱۳۴۵هـ.ش.) په کابل کي د افغانستان د تاريخ انجمن (انجمن تاريخ افغانستان) رئيس
• (۱۳۵۱هـ.ش.) په کابل کي د صدراعظم د فرهنګي کارونو مشاور
• (۱۳۵۹هـ.ش.) د اطلاعات او کلتور وزارت د فرهنګي کارونو مشاور
• د معارف دوهمه درجه او طلائي رښتين نښانونه تر لاسه کول

په نړيوالو مجالسو کي ګډون:
• (۱۳۲۵هـ.ش.) د تاشکند پوهنتون د پنځويشتم کال په مراسمو کي ګډون
• (۱۳۲۶هـ.ش.) په ډهلي کي د افغاني کلتوري هيئت غړی
• (۱۳۲۶هـ.ش.) د لاهور په اورنيټل کنفرانس کي ګډون
• (۱۳۴۱هـ.ش.) په کابل کي د خواجه عبدالله انصاري د ياد په مجلس کي ګډون
• (۱۳۴۳هـ.ش.) د تاجکستان په دوشنبه کي د مولانا عبدالرحمن جامي د ياد په مجلس کي ګډون
• (۱۳۴۵هـ.ش.) په تهران کي د ايران‌پېژندني په کنفرانس کي ګډون
• (۱۳۴۵هـ.ش.) په کابل کي د ترجمې د سيمينار رئيس
• (۱۳۴۶هـ.ش.) په کابل کي د خطي نسخو د کنفرانس رئيس
• (۱۳۴۷هـ.ش.) د تاجکستان په دوشنبه کي د کوشانيانو په اړه سيمينار کي ګډون
• (۱۳۴۸هـ.ش.) د اوزبکستان په سمرقند کي د تيموريانو د هنر په سمپوزيم کي ګډون
• (۱۳۴۸هـ.ش.) په تهران او تبريز کي د خواجه رشيد الدين فضل الله وزير د ياد په مجلس کي ګډون
• (۱۳۴۹هـ.ش.) په کابل کي د کوشانيانو په اړه د لومړني نړيوال سيمينار رئيس
• (۱۳۴۹هـ.ش.) په مشهد پوهنتون کي د شيخ طوسي د (۱۰۰۰مي) کليزي په مناسبت په جوړ سوي سيمينار کي ګډون
• (۱۹۷۱م.) په ډهلي کي د البيروني د (۱۰۰۰مي) کليزي په مناسبت په جوړ سوي سيمينار کي ګډون
• (۱۳۵۱هـ.ش.) په اګره کي د فتح پور سيکري په سيمينار کي ګډون
• (۱۳۵۲هـ.ش. د جوزا اواخر) په کابل کي د البيروني د (۱۰۰۰مي) کليزي په مناسبت د جوړ سوي سيمينار رئيس
• (۱۳۵۳هـ.ش.) په کابل کي د مولوي بلخي د تجليل په مناسبت د جوړ سوي نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۵۳هـ.ش.) په کابل کي د بايزيد روښان ياد نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۵۳هـ.ش./ ۱۹۷۵م.) په کابل کي د امير خسرو د تجليل په مناسبت د جوړ سوي نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۵۴هـ.ش./ ۱۹۷۵م.) په کابل کي د ابونصر فارابي د تجليل په مناسبت د جوړ سوي نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۵۴هـ.ش.) په تهران کي د يونسکو له خوا د منځنۍ آسيا د ژبو د ادبياتو په اړه د جوړ سوي نړیوال سيمينار غړی
• (۱۳۵۴هـ.ش./ ۱۹۷۵م.) په کابل کي د دقيقي بلخي د (۱۰۰۰مي) تلينې په مناسبت د جوړ سوي نړيوال سيمينار غړی
• (۱۹۷۵م.) په ډهلي کي د امير خسرو د تجليل په مناسبت د جوړ سوي نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۵۴/ ۱۹۷۵م.) په کابل کي د پښتو تحقيقاتو د نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۵۵هـ.ش./ ۱۹۷۵م.) په کابل کي د خواجه عبدالله انصاري د زوکړي د (۱۰۰۰مي) کليزي په مناسبت د جوړ سوي نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۵۵هـ.ش.) په کابل کي د سيد جمال الدين افغاني د تجليل په مناسبت د جوړ سوي نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۵۶هـ.ش.) په کابل کي د (په دوو وروستيو پېړيو کي د پښتو خپاره سوي آثار) نړيوال سيمينار رئيس
• (۱۳۵۶هـ.ش.) په کابل کي د سنايي غزنوي د (۹۰۰مي) کليزي په مناسبت د جوړ سوي نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۵۷هـ.ش) په کابل کي د کوشانيانو په اړه د څلورم نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۵۹هـ.ش.) په کابل کي د ابن سينا د تجليل په مناسبت د جوړ سوي سيمينار غړی
• (۱۳۵۹هـ.ش.) په کابل کي د ميا فقيرالله د تجليل په مناسبت د جوړ سوي سيمينار غړی
• (۱۳۵۹هـ.ش.) په بلګراډ کي د يونسکو په مجلس کي د افغانستان نماينده
• (۱۳۶۱هـ.ش.) د تاجکستان په دوشنبه د منځنۍ آسيا د تمدن د تاريخ په مناسبت د جوړ سوي نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۶۱هـ.ش.) په کابل کي د کوشانيانو په اړه د پنځم نړيوال سيمينار غړی
• (۱۳۶۱هـ.ش.) په مسکو کي د آسيايي مسايلو په اړه د نړيوال سيمينار غړی
اوس چي (۶۹) کلنۍ ته رسېدلی يم، لا هم په کابل کي په مطالعه او علمي کارونو باندي مصروف يم…

يادونه: له دې ليکني سره د استاد د آثارو ليست هم وو، چي دلته مو نه دئ را وړی.

کاپی: د کندهار منورین

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x